IQNA

په صعده او صنعاء امریکائي او انګریز جنګی الوتکو  بیرته هوائي حملې کړي

11:58 - March 21, 2025
د خبر لمبر: 3490831
ایکنا -  دغه حملې په غزې تړانګې  د صهیونیسټي رژيم  له حملو او نښتو سره اړونده  سیمه ایزو تاؤتریخوالو په دوام کې  شوي دي. د یمن انصار ا...  په یوې خبرتیا کې وئیلي دي،   دغزې تړانګې د کلابندۍ  او د انسان دوستۍ دمرستو دغوڅيدا په ځواب کې به نیواکي فلسطین ته تلونکي یا له صهیونیسټي رژیم سره اړونده  کشتۍ  ټارګټ کړي

 ایکنانیوز  د میډل ایست نیوز له قوله راپور راکړی، د امریکا او انګلستان  جنګی الوتکو  د یمن  په صنعا او صعده و لایتونو باندې  یو ځل بیا  سختې بمبارۍ کړي دي

د المسیره خبری چینل خبریال وائي،  دامریکا جنګي الوتکو د صعده  ښار په شاوخوا او دغه راز  د پلازمینې صنعاء په ځینو سیمو سخته بمباری کړې  چې  د خبر ترمخابیره کیدا پورې ئې دا حتمالی مرګ ژوبلو په باب څه نه دي وئیل شوي.

 دغه حملې په غزې تړانګې  د صهیونیسټي رژيم  له حملو او نښتو سره اړونده  سیمه ایزو تاؤتریخوالو په دوام کې  شوي دي. د یمن انصار ا...  په یوې خبرتیا کې وئیلي دي،   دغزې تړانګې د کلابندۍ  او د انسان دوستۍ دمرستو دغوڅيدا په ځواب کې به نیواکي فلسطین ته تلونکي یا له صهیونیسټي رژیم سره اړونده  کشتۍ  ټارګټ کړي

 داپه داسې حال کې دي چې د یمن د پوځ ویندوي جنرال یحیی سریع په یولړ څرګندونو کې بیګا وئیلي دي،په څلورم ځل ئې  د امریکا هری ترومن ستره بیړه او څو نوره جنګی بیړئ  په هائيپرسانک توغندیو  او ډرونز سره په شیشت کې راوستي او  له سیمې ئې شاتګ ته اړ کړې دي .

https://iqna.ir/fa/news/4272986   

captcha